یو ترکی ساختماني شرکت غواړي د کابل په پېروزي ښارګوټي کې پانګونه وکړي
۱۴۴۳/۰۹/۱۱
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د (۷۷) په نوم یو ترکي ساختماني شرکت له مرستیال سره وکتل او په پېروزي ښارګوټي کې یې د پانګونې په تړاو خبرې وکړې.
د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال لومړی د خپل شرکت د فعالیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې غواړي د پېروزي ښارګوټي په صنعتي ساحه کې یوه د ساختماني موادو د تولید فابریکه جوړه کړي.
هغه په دې اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي څخه د پېروزي ښارګوټي په صنعتي سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ جریبه ځمکې غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال وویل، له ټولو هغه پانګوالو ملاتړ کوي او هرکلی ورته وایي چې غواړي د افغانستان په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندو برخو کې پانګونه کوي.
ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي وویل، د یاد ترکي شرکت له غوښتنې سره سم به د پېروزي ښارګوټي له مسؤلینو سره خبرې وکړې او تر مشورو وروسته به د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې او د شرایطو سره سم به یې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت په واک کې ورکړي چې خپل فعالیتونه پیل کړي.
په اخر کې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال د مننې په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ته یو جلد قران کریم هم ډالۍ کړ.