کونړ کې د مهاجرینو ښارګوټي جوړولو په موخه اقدامات وشول

۱۴۴۶/۰۶/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په کونړ ولایت کې د مهاجرینو لپاره د یو ښارګوټي جوړولو په موخه د ځمکې سروې ترسره کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، د سروې تخنیکي ټیم یې د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې (371.5) جریبه ځمکه سروې کړه.
نوموړی وایي، یاده سروې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په موخه د توپوګرافي سروې وه، چې چارې یې بشپړې شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د مهاجرینو د دایمي مېشت کېدو په موخه لازم او مناسب ښارګوټي جوړوي.