کونړ ولايت کې له ۳۰۰ جریبو څخه زياته دولتي ځمکه تصفيه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول په کونړ ولايت کې ۳۵۶ جريبه دولتي ځمکه تصفيه کړې ده.
دا ځمکه د کونړ ولايت په مرکز کې د اسعداباد ښار د پراختيا په موخه تصفيه شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له شخصي ځمکو څخه د دولتي ځمکو د رابېلولو او د دولت په پراختيايي پروژو کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه په ټول هېواد کې تر اوسه يو ميلیون ۲۰۸ زره او ۴۳۲ جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.