کندهار کې د مېوو ساتلو لپاره له څو ځایونو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۷/۲۹
کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رواڼي او ذاکر شریف سیمو کې د پنځه ممیز خونو او یوې سړې خونې د جوړولو له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، یاده څارنه د کور او ښار جوړولو ریاست، کندهار ولایت محترم مقام، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ ترسره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت معیارونو او اصولو ته په کتو په مرکز او ولایتونو کې د تازه مېوو خوندي ساتلو په موخه د ځانګړو خونو او سړو خونو د جوړولو له چارو څارنه کوي.