کندز ولایت کې د یوې ټوټې ځمکې د برخلیک معلومولو په موخه کابل کې ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۳:۸
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، د کورنیو چارو محترم وزارت، کرنې او مالدارۍ محترم وزارت، حج، ارشاد او اوقافو محترم وزارت، عدلیې محترم وزارت، پوهنې محترم وزارت او د سپین زر محترم شرکت استازو ګډه ناسته وکړه.

یاده ناسته، د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د (۵۸۴) ګڼې لارښوونې د عملي کېدا په موخه ترسره شوه، چې څنګه کېدای شي په کندز ولایت کې د یوې ټوټې ځمکې د ملکیت برخلیک معلوم شي.

په ناسته کې، د هر لوري د نظریاتو او دلایلو له اورېدو وروسته، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، هر لوري ته وخت ورکړ چې د بلې ناستې لپاره دې د ځمکې اړوند اسناد او سوابق راوړي، په کمېټه کې به وڅېړل شي، برخلیک به یې معلوم او بشپړ راپور به د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت