کاپیسا ولایت کې د هروکي سفلی ښوونځي د دوهم پوړ د کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وشوه
![picture](/sites/default/files/2022-11/whatsapp_image_2022-11-05_at_11.06.33_am.jpeg)
۱۴۴۴/۰۴/۱۰
د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د هروکي سفلی ښوونځي د دوهم پوړ د کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وکړه.
د کاپیسا د کور او ښار جوړولو ریاست د څارنې ټیم د یاد ښوونځي د رغنیزو چارو د سیم بندۍ او قالب تړلو ارزونه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د یاد ریاست مسؤلین وایي، موخه یې دا ده چې څنګه کېدای شي د کانکرېټ اچولو چارې معیاري او اغېزمنې ترسره شي او د نقشې مطابق ټول اصول او سټنډرډونه په پام کې ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ټولو جوړېدونکو ودانیو او ښارونو څخع جدي څارنه او پالنه کوي، تر څو یې ټولې چارې په معیار برابرې او سټنډرډونه په پام کې ونیول شي.