کاپيسا کې له ۶۰ زره جریبه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې تر اوسه په کاپيسا ولايت کې ۶۰۱۹۵ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۱۷۶ قطعو کې ۵۵۷۵۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۲۷۱ قطعو کې ۴۴۴۳ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.