کابل کې څه باندې ۱۶ زره قطعې د ملکیت سندونه وویشل شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت په دوام، په کابل ښار کې تر دې دمه ۱۶ زره او ۱۷۸ قطعې د ملکیت سندونه ویشلي دي.
د غیر رسمي او غیري پلاني کورونو ثبت په دوام له تېرو دوو کالونو را په دې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد،کندهار، فراه، بامیان او نیلی ښارونو او په میربچه کوټ، بلخ، انجیل او سپین بولدک ولسوالیو کې څه باندې ۹۱۴ زره او ۸۵۳ کورونه ثبت شوي او همداراز ۵ زره قطعې د ملکیت سندونه ویشلو ته چمتو دي.