کابل کې د قطري هستوګنیزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۵/۰۵/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له راغلي هیئت سره وکتل.
په دغه کتنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست ترڅنګ د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د وزارت یو شمېر نورو اړوندو رئیسانو او د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ مشاور الحاج عبدالله جلال جلال، د یاد بنسټ مالي رئیس او رهبري غړی احمد محمد صلاح الدین الکوراني ګډون کړی و.
لومړی د الغرافة خیریه بنسټ راغلي هیئت د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر مننه وکړه چې د چارو پر وړاندې یې د شته ستونزو په حل کې پر وخت او رغنده اقدام وکړ او دغه راز یې په افغانستان کې د خپلو خیریه چارو د پیل او پرمختګونو په اړه د وزارت محترم مقام ته معلومات ورکړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني قطري پلاوي ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ د کابل په پنځمه ناحیه خوشحال خان سیمه کې د قطري هستوګنزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه یادونه وکړه، چې د لومړي فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي او غوښتنه یې وکړه چې متصل دې د نورو فازونو د چارو لپاره عملي اقدام وشي.
ښاغلي نعماني وویل، د قطري پروژې په اړه ستونزې حل شوي او تمه لري چې د نورو فازونو چارې یې په چټکۍ سره سرته ورسېږي او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
نوموړي زیاته کړه، اړتیا ده چې د قطري هستوګنیزې پروژې د چارو ښه پرمختګ په موخه دواړه غاړې خپل خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سرته ورسوي.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني له قطري پلاوي غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په ابادۍ، پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینه کې رغنده رول ولوبوي او په بنسټیزو چارو کې پانګونه وکړي.
دغه راز، ښاغلي نعماني غوښتنه وکړه، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره دې د الغرافة خیریه بنسټ د کورونو په جوړولو کې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.
د الغرافة خیریه بنسټ راغلي هیئت وویل، په ناسته کې د بیان شوو ټولو موضوعاتو په اړه به د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام پیغام د الغرافة خیریه بنسټ مشر ته ورسوي او په کابل کې به خپلو انجنیرانو ته سپارښتنه وکړي، چې د قطري هستوګنیزې پروژې د دویم فاز پر لومړنیو چارو کار وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.