کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو د کارونو د چټکتیا په موخه ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۲۲
رحمن مینه

1446/2/17

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو کمېټې ناسته وکړه.

په ناسته کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت او د کابل محترمې ښاروالۍ استازو هم برخه اخیستې وه.

په یاده ناسته کې، د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ له استازو سره د ملکیت د تفکیک او تثبیت په اړه خبرې وشوې او د کارونو د ځنډ او د ستونزو د حل پر څرنګوالي تفصیلي بحث وشو او ټولو اړخونو خپل نظرونه شریک کړل.

په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ او د اراضۍ له محترمو استازو یو ګډ هئیت ته دنده وسپارله، تر څو هر څه ژر ساحه له نږدې وګوري او د ځمکې تفکیک او تثبیت پیل کړي.

د عزیزي خیریه بنسټ، په پام کې لري چې د کابل ښار، اتمې ناحیې، رحمن مېنې په شاوخوا (۳۵۰) درې سوه او پنځوس جریبه ځمکه کې پوهنتون، روغتون، دارالایتام، ښوونځي، لیلیه او هستوګنیزه ساحه، جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت