ښار جوړولو او ځمکو وزارت بلخ ولايت کې ۲۰ جريبه غصب شوې ځمکه استرداد کړه
دا ټوټه ځمکه د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې د غاصبينو په ولکه کې وه او ناقانونه ګټه يې ترې پورته کوله، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار تر استرداد وروسته ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره لار هواره شوې.
بلخ کې تراوسه په ټوليز ډول ۱۵۷۴۴ جريبه ځمکه استرداد شوې او ښار جوړولو او ځمکو وزارت هوډ لري چې په دې ولايت کې ټوله غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې شاخوا ۵۰۰ زره جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې ده.