په غزني ولایت کې د صنعتي پارک د مهمې پروژې د طرحې او ډیزاین چارې بشپړې او منظور شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۱۵
غزنی

۴۷/۹/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د غزني ولایت د اسفنده د سپکو صنايعو صنعتي پارک اړوند تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه پلان د کور او ښار جوړولو وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د موجود هوکړه لیک له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د عملیاتي پلانونو د کمېټې له لوري و ارزول شو او بیا تر کنترول وروسته دا پلان د یاد وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري په رسمي ډول تائيد شو.

د دغې پروژې په چوکاټ کې یو لړ تخنیکي چارې ترسره شوې دي چې په کې د امکان سنجۍ مطالعې، تخصصي ارزونې، توپوګرافي سروې، هایدرولوژیکي او جیوتخنیکي مطالعې هم شاملې دي چې پر بنسټ یې د صنعتي پارک تفصیلي پلان برابر شو.

د غزني ولایت د اسفنده د سپکو صنايعو صنعتي پارک په شاوخوا (۱۱۰۰) جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی، چې په کې (۲۳۹) د فابریکو نمرې په پام کې نیول شوې دي.

د دغه پارک شاوخوا ۵۲ سلنه ساحه د صنعتي فعالیتونو لپاره ځانګړې شوې ده.

ټاکل شوې چې په دې صنعتي پارک کې د سپکو صنايعو بېلابېل سکتورونه فعالیت وکړي، چې په کې د وچو مېوو پروسس، د خوراکي توکو تولید، درمل جوړول او روغتیايي توکي، غیر الکولي څښاک، فرنیچر او نساجي، پلاستیکي توکي، برېښنایي وسایل او نورې سپکې صنعتي برخې شاملې دي.

دا پروژه به د صنعت د پراختیا ترڅنګ د پانګونې د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام وبلل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت