پکتیکا ولایت کې د ځمکو د اجارې له درکه دوه سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه شول
۱۴۴۳/۱۰/۱۱
د پکتیکا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د دولتي ځمکو د په اجارې د ورکړې له درکه (۲۶۷۴۳۳) دوه سوه، اووه شپېته زره او څلور سوه دري دېرش افغانۍ عواید ترلاسه کړل.
هلته په پکتیکا کې د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، راټول شوي عواید د دولت خزانې ته ولېږدول شول.
د یادونې وړ ده چې ذکر شوي عواید د پکتیاکا ولایت د مستوفیت له لارې د افغانستان مرکزي بانک ته حواله شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عوایدو راټولولو پروسه شفافه ده او هڅې کوي چې د عوایدو په راټولېدو سره ملي بودیجه پیاوړې کړي.