پکتیا کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۷:۴۶
پکتیا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا پوهنتون د کتابتون او د دې ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د عبدالحی ګردیزي ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې.

د عبدالحی کردیزي ښوونځی په ۱۵۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۶۸ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت؛ همداراز د پکتیا پوهنتون کتابتون په ۳۷۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تعلیمي او پراختیايي پروژو د رغنیزو چارو په ګړندي کولو سره، په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د اساسي خدماتو کچه لوړه کړې او خلکو ته یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت