پکتیا ولایت کې د شاوخوا شپېته ودانیزو پروژو سروې پیل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۵۰
پکتیا

۱۴۴۶/۰۶/۱۷

پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبیدالله رشاد وایي، د پکتیا ولایت د سرحدي ولسوالیو لپاره (۶۱) بېلا بېلې پروژې منظور شوي، چې ګام په ګام به یې سروې ترسره شي.

ښاغلی مولوي رشاد وایي، د پکتيا ولايت لپاره د اړتیا له مخې، د مرکزې کميټې له خوا (۶۱) ودانیزې پروژې د اغيزمنتوب، ګټې او نورو مواردو ته په پام منظورې شوې دي.

نوموړی وایي، له ډلې یې دوی د لومړي ځل لپاره د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ډنډې پټان ولسوالۍ کې د نري کنډو سړک د جوړولو سروې چارې پيل کړې.

نوموړی زیاتوي، د نري کنډو سړک د پکتيا ولايت د ډنډې پټان ولسوالۍ او د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ سره نښلوي، چې ياد سړک په رغولو سره به د سيمو خلکو او مسافرو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادولو وړ یې بولو، چې د کور او ښار جوړولو ریاست او په پکتیا ولایت کې مېشت يو شمېر نورو ریاستونو ته دندې سپارل شوي، چې په فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د روغتيا، تعليم، مخابراتو، مساجدو، کليو بيا رغونې، اوبو، سړکونو او نورو برخو کې د خلکو اړتیاوې تثبيت او د حل په موخه یې چارې پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت