پکتیا ولایت کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۲۶۹ زره جریبو ته ورسېد
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په پکتیا ولایت کې ۲۶۹۰۲۷ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
له دې شمېر څخه، ۲۶۵۶۴۵جریبه سپینه دولتي او پاتې ۳۳۸۲ جریبه ځمکه د دولت تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۳۶۱ قطعو کې ۵ ميلیونه ۸۹۹ زره او ۳۷۹ جريبه دولتي ځمکه او املاک سروې او ثبت کړي دي.
###