پکتيا ولايت کې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې ۸۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د ثبت برنامې په لړ کې دا ځل د پکتيا ولايت په مربوطاتو کې د تېرې يوې مياشتې پر مهال ۸۳۹۰ جريبه دولتي ځمکه او املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې سره د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې په ۲۹۰ قطعو کې ۲۶۹ زره ۲۷ جريبه ثبت شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۵ ميلیونه ۸۹۹ زره او ۳۷۹ جريبه ځمکه او دولتي املاک په ۶۳۶۱ قطعو کې سروې، نښه او ثبت کړي دي.