پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې له چارو څخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۸
پل علم لوګر

۶ / ۱ / ۱۴۴۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې له چارو څخه نظارت ترسره شو.

د پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې چارې تر دې مهاله ۶۰ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

ټاکل شوي کاري پلان له مخې به د سړک د بیارغونې چارې د یوې نيمې میاشتې په موده کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره به چمتو شي.

همدارنګه د پروژې د کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د کارېدونکو ساختماني موادو معاینه د اړوندو تخنیکي ادارو د استازو په شتون کې په مرکز (کابل) کې ترسره کېږي، څو د کار کیفیت د ټاکل شوو معیارونو سره سم تضمین شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۱۴
Background image

د پل‌علم ښار د داخلي سړک د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد سړک د قیر اچونې چارو څخه څارنه وکړه، د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې چارې په عملي ډول روانې وې او د کار د کیفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۹
Background image

د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې پروسه بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري تعمیر له دانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په انګړ کې د اداري تعمیر د جوړولو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت