په کندز کې څه باندې ۲۳۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۹:۵۳
کندز

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې کندز ولایت کې په ۳۱۶ قطعو کې ۲۳۵۴۷۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۲۳۱۳۴ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۱۲۳۴۲ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي د عامه پوهاوي بهیر بشپړ شو

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپل منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په لړ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت