په کاپیسا ولایت کې د دوو ساختماني پروژو چارې روانې دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۷:۴۱
کاپیسا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کاپیسا ولایت کې د اداري کمپلکس د جوړولو چارې ۸۰ سلنه او د ولایت احاطوي دیوال او د محافظینو د کوټو د جوړولو چارې یې ۴۰ سلنه بشپړ کړي دي.

د ولایت اداري کمپلکس ودانۍ په ۱۲۷۵ متر مربع ځمکه په دریو پوړو کې د ۳۵ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د محافظینو کوټي او احاطوي دیوال د ۳ زره متره په اوږدوالي په ۳۶ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي مرسته جوړیږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې ټولګټو پروژو تطبیق ته چې پایله یې د خلکو هوساینه ده لاره هواره وي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۳۰
Background image

د غزني ولایت د ارزاقو عمومی مدیریت د امارتي تجارتي مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 ۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یي د ارزاقو عمومی مدیریت اړوند د امارتي تجارتي مارکیټ د کارونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۵
Background image

په فراه کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د ښار په نواحیو کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې وڅارل شوې.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

په خوست کې د ورزي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزي کلینیک له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د خوست. . .

BACK TO NEWS