په کابل کې د عبدالقهار عاصي ښوونځي د جوړولو کار پایته ورسېد
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کابل ولایت په ۱۵ ناحیه کې د عبدالقهار عاصي ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا ۲۴ صنفي ښوونځی په دوه پوړونو کې د افغاني کور جوړولو ادارې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې په ۲۲۱۷ متر مربع ځمکه کې د ۵۲ میلیونه و ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
د دې ښوونځي په جوړېدو سره ښوونکو او زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه او ارامه فضا رامنځته شوې ده.