په کابل ښار کې د ښاري ودانیو دوامداره نظارت ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۲۳
کابل

۱۴۴۷/۰۷/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو، د وزارت د محترم مقام د هدایت او د دوامدارو نظارتونو د پروګرام په چوکاټ کې، په کابل ښار کې د جوړېدو په حال کې ودانیو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.

یاد نظارت د کابل ښار د څلورمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې، د تایمني پروژې د سرک پنج څخه تر شهید څلورلارې پورې، عملي شول، چې د نظارت پر مهال هغه پروژې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او یا د ګاونډیانو د حریم د احتمالي سرغړونو نښې پکې لیدل کېدې، له نږدې وکتل شوې.

د یادو پروژو له مالکینو څخه غوښتنه وشوه، چې خپل ټول قانوني اسناد، جوازونه او رسمي مدارک د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست ته وسپاري، تر څو تر دقیقې ارزونې او د ښاري پلانونو سره له تطبیق وروسته، د هر ډول تثبیت شوې سرغړونې په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.

د ښاري سرغړونو پر وړاندې څارنه د ښاري نظم، د ګاونډیانو د حقونو خوندیتوب او د معیاري ودانیزو چارو د تضمین لپاره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت