په کابل ښار کې د ناقانونه ودانیزو چارو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۰۵/۳۰
د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په اتمه او شپاړسمه ناحیه کې د ودانیو له ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د اتمې ناحیې په سپینه (غیرې پلاني) ساحه کې د آمنه فدوي د نجونو لېسې شاته او د شاه شهید په لومړي سړک کې د ودانیو ساختماني چارې وارزول شوې. په یوه ودانۍ کې د منظور شوي جواز خلاف د څلورم پوړ د جوړولو، د ګاونډیو کورونو د حریم نه رعایت او پر عمومي پلې لارې د ودانۍ د زینې د تجاوز موارد ولیدل شول، چې اړوندو مالکینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
همداراز، د بګرامۍ نساجۍ په شنه ساحه کې د سپوږمۍ بازار له دوکانونو څخه بیاځلي څارنه وشوه او مالکینو ته سپارښتنه وشوه، چې د قانوني موضوع تر روښانتیا پورې ساختماني فعالیتونه ونه کړي. د شپاړسمې ناحیې په صنعتي ساحه کې هم د ودانیزو چارو د اصولو او ښاري پلانونو د رعایت په اړه مالکینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د دې څارنو موخه د ښاري پلانونو او ساختماني جوازونو تطبیق، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د عامه ساحو ساتنه او د ښاري نظم ټینګښت دی.
