په کابل ولایت کې ۲۵۸۲۵۳ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۰:۴۶
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په کابل ولایت کې ۲۵۸۲۵۳ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۶۰ قطعو کې چې ۲۵۰۰۷۷ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۸۱۷۶ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۱
Background image

د لغمان په کافر ګله ساحه کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت کافر ګله ساحې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه اصلاحي تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت