په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې یو باب مسجد پرانستل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۵:۵۳
sfdhgwryh

۱۴۴۳/۱۰/۲۹

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په انګړ کې یو باب مسجد د یاد وزارت د سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په امامت د ماسپښين لمونځ اداء کولو وروسته پرانستل شو.

د یاد مسجد د پرانستې په مراسمو کې د یاد وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي، رییسانو او یو شمېر نورو هېوادوالو ګډون کړی وو.

د ماسپښین لمونځ له اداء کولو وروسته ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د مسجدونو د فضایلو او اهمیت په تړاو د قران او نبوي احادیثو په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د وزارت له ټولو کارکوونکو غوښتنه وکړه چې لمونځونه په جماعت اداء کړي او ورسره په دیني برخه کې زده کړې هم وکړي.

د پرانستې مراسمو په مهال د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ارشاد او دعوت رییس محترم مولوي عبدالاحد حقاني د په جمعې سره د لمونځ کولو فضایل او پر ټولنیز او اقتصادي ژوند یې د هغې پر اغېزو بحث وکړ.

مولوي عبدالاحد حقاني د خپلو خبرو پر دوام د امیرانو پر اطاعت کولو هم ټینګار وکړ او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل صورت او سیرت په اسلام برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یاد وزارت کې یو باب مسجد و، خو په یو وخت کې یې د کمو لمونځ کوونکو ظرفیت یې درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع مسجد طرح او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هلمند ولایت د حج او اوقافو ریاست د رسمي غوښتنې پر اساس، د کجکي ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت یو معیاري مرکزي جامع مسجد طرح او ډیزاین ترتیب شوی دی.

یاده طرحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت