په پکتیا کې څه باندې ۱۷۵ زره جریبه څړځایونه ثبت شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، ثبت او نښه کولو په دوام، پکتیا ولایت اړوندو سېمو کې په ۸۱ قطعو کې ۱۷۵ زره او ۴۵جریب څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په دوام، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې، تر دې دمه ۵ ملیونه او ۷۴۳ زره او ۶۵۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شوي دي.