په پکتیا کې د غوریزی ښوونځي د جوړولو چارې رواني دي
ښار جوړلو او ځمکو وزارت د پتکیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د غوریزی څلور ټولګي ښووځي ۱۰ سلنه چارې بشپړي کړي دي.
د دې ښونځي ودانۍ پر ۵۳۶ متر مربع مساحت ځمکه، په یوه پوړ کې، د ۱۵ مېلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایي پروژې له خوا جوړېږي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت د ښوونیزو او روزنیزو پروژو او د دولت پراخیایي پروژو تطبیق سره په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې هېواد والو ته د غوره خدماتو زمینه برابروي.