په پنجشېر کې د فاتحې لپاره د يو تالار د جوړېدو چارې پيل شوې

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پنجشېر ولايت د درې ولسوالۍ په عبداللهخېل قريه کې د فاتحې لپاره د يو سالون د جوړېدو چارې پيل کړې.
د فاتحې د دې سالون ودانۍ په ۲۵۶ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۱ ميلیونه ۹۰۰ زره افغانۍ رغول کيږي.
د دې تالار په جوړېدو سره به په سيمه کې د فاتحې اخېستلو پر مهال ولسي خلک د يو ځانګړي سالون د نه موجوديت له ستونزې څخه خلاص شي.