په پنجشیر کې د حوادثو سره د مبارزې ریاست د اداري تعمیر د ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۳
پنجشیر

۱۴۴۷/۰۳/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د حوادثو سره د مبارزې ریاست د اداري تعمیر د ساحې توپوګرافي سروی ترسره کړه.

همدرازا د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وویل، یاد سروی د حوادثو سره د مبارزې ریاست د غوښتنې او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې د دې کار چارې د وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري تر سره شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د ودانیزو او زیربنایي پروژو د معیاري کولو په موخه د سروې، طرحې او څارنې بهیر پرمخ وړي. توپوګرافي سروې د پروژو په دقیق نقشه ‌بردارۍ او پلان جوړونه کې مهم رول لري، ځکه د دغې پروسې پایلې د ښاري خدمتونو د ښه تطبیق او د ودانیو د کیفیت لوړوالي لپاره اساسي ارزښت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت