په پروان کې څه باندې ۲۱۴زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوي ده

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۱۹
پروان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د پروان ولایت اړوندو سېمو په ۲۷۶ قطعو کې ۲۱۴۶۶۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۹۷۶۴۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتي ۱۷۰۱۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت او سروې شوي دي .

  د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه، ۴۳۸زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱قطعې کیږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کیدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۸
Background image

په جوزجان کې د غله ‌منډوي مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

له ودانیزو پروژو څارنه او مدیریت د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی، چې په بشپړې ژمنتیا دغه مسؤلیت سرته رسوي.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

د کابل ښار په جنگلک سیمه کې د استوګنیزو کورونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د جنگلک په سیمه کې د استوګنیزو حویلیو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو د څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو د تأمین په موخه د اوبو د څاه د کیندلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د دې پروژې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت