په پروان کې محمدیه مدرسه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت په ساهګرد ولسوالۍ کې د محمدیه په نوم مدرسې ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا یو پوړیزه ودانۍ پر ۴۳۰ متر مربع ځمکې د ۱۳ مېلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوه.