په پروان کې د یوې انکشافي پروژې چارې بشپړې او د معارف یوې پروژې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۷:۵۵
پروان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د دې ولایت د اداري اصلاحاتو آمریت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

دا اداري ودانۍ په ۳۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۱۷ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړه شوې ده.

یاد وزارت همداراز د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د صیادان اته صنفي ښوونځي رغنیزې چارې هم پیل کړي دي.

دا لیسه په ۷۵۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژ په عملي کولو سره د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړه شوې ده.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت