په پروان ولایت کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د ریاست له پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۲۸
د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د مخابراتو د ریاست د انګړ هوارۍ، د سیندونو د تیږو د لګولو او نورو ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي حنیف وویل، د مخابراتو د محترم ریاست د انګړ د کمپکشن کارۍ، د سب ګرید هوار کاري، د سیند د تیږو فرشول او د موزایکو نصبولو چارې روانې وې چې د دې ریاست د انجنیرۍ ټیم لخوا یې ټولې چارې له نږدې و څارل شوې او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت نظارتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو پروژې د نقشې مطابق په معیار برابرې سرته و رسیږي