په وردګ ولایت کې ۱۰۷۱۱۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۹:۵۸
وردګ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په وردک ولایت کې ۱۰۷۱۱۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۸۹ قطعو کې چې ۱۰۱۳۷۸ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۵۷۴۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت