په هلمند ولایت کې د یو باب روغتیایي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۰/۹/۱۴۴۶
د هلمند ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو باب روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلی مولوي ناظم وایي، د نهرالسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د روغتیايي کلینیک د احاطوي دیوال د پلستر کاري او ځینو برخو د سیخ بندۍ چارې روانې وې، چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې تر سره شوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق تر سره کړي.