په هلمند ولایت کې د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۶/۵/۴
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په سنګین ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي نیک محمد وویل، د دې روغتیايي کلینیک د تعمیر او اداري خونو د رنکمالۍ چارې روانې وې، چې ددې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا یې څارنه تر سره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار برابرې تر سره شي.