په هلمند ولایت کې د دوه پوړیزه ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۱:۲۶
helmand

۱۴۴۶/۴/۲۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي،  د مختار معلمین پروژې د تفصیلي پلان او په دې پروژه کې د یو باب ښوونځي له ودانیزوچارو څارنه تر سره شوه.

د مسؤلینو په خبره، د کډوالو او بیرته را ستیندونکو د ریاست په غوښتنه د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د یادې پروژې څارنه تر سره شوه.

د یادې پروژې مالي لګښت د ملګروملتونو  د کډوالو په برخه کې د عالي کمیشنرۍ د ( (UNHCR لخوا ور کول کیږي، چې ودانیزې چارې یې د یو خصوصي شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي.

یاده پروژه په دوه جریبه ځمکې کې تطبیق کیږي چې اداري تعمیر يې په لس بسوو کې جوړیږي، چې دمګړۍ د ښوونځي په خوا کې د پیاده لارو د جوړیدو، د لومړي او دویم پوړ پاکوالی او د ګل کارۍ چارې روانې وې، چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.

په دې څارنه کې د نقشې مطابق د کارونو بشپړول او د فني او غیرې فني کارکونکو د چارو د دقیقې څارنې په موخه قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.

 

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۳۶
Background image

په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۰

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، کونړ ولایت کې د اسلامي امارت له لوري د پنځه دېرش اعشاریه نهه میلیونه افغانیو په لګښت (۳۵.۹) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ګډ تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند ساحو کې د ښاري تخلفاتو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۵۳
Background image

پارون کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه پیل شوه

۱۴۴۷/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د نورستان ولايت د کور او ښار جوړولو رياست د محترم رئیس مولوي رحیم الله برهاني. . .

BACK TO NEWS