په هرات ولایت کې د دوو ولسوالیو د اداري تعمیرونو ودانیزې چارې وڅارل وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۸
هرات

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زیرکوه او پشت‌کوه ولسوالیو د اداري ودانیو او د پشت‌کوه د امنیې قومندانۍ د ودانۍ له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د زیرکوه ولسوالۍ د ودانۍ د دوهم پوړ د سیخ ‌بندۍ چارې روانې دي، همدارنګه د پشت‌کوه ولسوالۍ د ودانۍ د دوهم پوړ د ستنو سیخ‌ بندي او د پشت‌کوه د قومندانۍ د سنګ ‌کارۍ او پرکارۍ چارې هم په منظم ډول دوام لري.

یادې ودانۍ د هرات ولایت مقام په لارښوونه او د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي څارنې لاندې جوړېږي. موخه یې په لرې پرتو ولسوالیو کې د اداري او امنیتي خدمتونو د وړاندې کولو د اسانتیاوو رامنځته کول او د دولتي بنسټونو د فعالیتونو پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۱۴۴۷/۵/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د جاپان له سفیر، ښاغلي کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره وکتل.

په کابل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د ارزګان ولایت د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د معدن ریاست د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د ودانۍ سلب قالب ‌بندي، سیخ ‌بندي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ولسوالیو د اداري تعمیرونو ودانیزې چارې وڅارل وشوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زیرکوه او پشت‌کوه ولسوالیو د اداري ودانیو او د پشت‌کوه د امنیې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت