په نیمروز کې څه باندې ۲۹۲ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د نیمروز ولایت اړوندو سيمو په ۲۸۱ قطعو کې ۲۹۲۵۸۴ جریبه دولتي ځمکه او دولتي ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.
له دې شمېرې څخه ۲۹۱۶۲۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه ده او پاتې ۹۵۷ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
