په نیمروز ولایت کې د سل بستریز روغتون ودانیزې چارې پیل شوې
۱۴۴۶/۱/۲۸
د نمیروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، په دې ولایت کې د سل بستریز د نیمه کاره پروژې چارې پیل شوې.
ښاغلي یاسیني وویل، ددې سل بستریز روغتون ودانیزې چارې په ۱۳۹۱ کال کې پیل شوې چې د بیلابیلو دلایلو له امله یې چارې په ټپه ولاړې وې، چې دمګړۍ یې چارې د ځینو کورنیو او بهرنیو پانکوالو په مرسته یاده پروژه پیل شوه.
د نوموړي په خبره د دې پروژې د نظارت چارې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه دي، قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه تر څو د دې پروژې چارې په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.