په نوي کابل  ښار کې د غیرپلاني او بې‌اجازې ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۲
کابل جدید

1448/1/29

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د څارنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل نوي ښار د صنایع سبز صنعتي پروژې په ساحه کې د هغو تولیدي او صنعتي فابریکو ودانیز فعالیتونه ودرول شول، چې د وزارت له اصولو سره سم یې د ودانیزو نقشو د تأیید (ویزې) پروسه نه وه بشپړه کړې.

یاده څارنه د وزارت د مقام د لارښوونې او د منظم نظارتي پلان له مخې ترسره شوه، چې موخه یې د غیرپلاني او بې‌مجوزې ساختماني فعالیتونو مخنیوی او د ښاري اصولو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول وو.

د څارنې پر مهال، هغو فابریکو ته چې له قانوني مراحلو او د ودانیزو نقشو له تأیید پرته یې ساختماني چارې روانې کړې وې، د نافذه مقرراتو له مخې د فعالیتونو د درولو لارښوونه وشوه او د غیرقانوني ساختماني چارو مخه ونیول شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم د ټینګښت، د غیرمعیاري او غیرپلاني ودانیو د مخنیوي، د ښاري پلانونو د ساتنې او د کیفیت لرونکو ساختماني چارو د پراختیا په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارنې بهیر په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت