په لوګر کې د ملکيتونو د غصب د مخنيوي په موخه اقدام وشو
۱۴۴۳/۰۹/۱۱
د لوګر ولایت په مرکز پل علم، برکي برک او په خوستۍ ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.
هغه ملکیتونه چې یو شمیر نوي راغلي کسان غواړي غصب کړي چې پکې د اوبو لسګونه ژورې څاګانې، نوې کرل شوې ځمکې، کورونه، او جوماتونه شامل دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې غصب کړي او یا خپل سري کارونه ترسره کړي.