په لوګر کې د سلګونه جریبه دولتي ځمکې له غصب مخنیوی وشو
۱۴۴۳/۱۰/۱۹
د لوګر ولایت په التمور او بیدک دښته کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د غاصبینو له منګولو وژغورل شول.
د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په څو بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو له غصب مخنیوی کړی.
د لوګر ولایت د غصب له مخنیوي کمېټه خلکو ته خبرداری ورکوي چې د غیر تصفیه شوو ځمکو او ملکیتونو له تصرف کولو ډډه وکړي.
دغه راز یادې کمېټې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب په تور (۳۵) کسان نیولي دي.