په لوګر ولايت کې له دوه زرو جريبو څخه زياته ځمکه تصفيه شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لوګر ولايت په مرکز پلعلم کې په تازه ډول ۲۰۵۹ جريبه ځمکه تصفيه کړه.
ياده ځمکه په دشت خليل او باري سيمو کې له شخصي ځمکې څخه د دولتي ځمکې د تفکيک په موخه تصفيه شوې ده.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو لپاره د اسانتياو برابرولو، له شخصي ځمکو څخه د دولتي ځمکو تفکيک او تثبيت او د املاکي شخړو د حل په موخه په ټول هېواد کې يو ميلیون ۲۰۰ زره جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.