په لغمان کې څه باندې ۱۹۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال، د لغمان ولایت اړوندو سېمو په ۳۷۳ قطعو کې، ۱۹۹ زره او ۲۳۱ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۱۸۳ زره او ۶۰۰ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۱۵زره او ۶۳۱ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد ۳۲ ولایتونو په ۷۱۱۰ قطعو کې، ۷ مېلیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت پرمختیایي او اقتصادي پلانونو تطبیق په موخه سروې، نقشه او ثبت کړي دي.