په لغمان کې د سرخکان پارک لومړي فاز استنادي دېوال رغنیزې چارې نږدې ۳۰ سلنه بشپړې شوې

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په قرغهيي ولسوالۍ کې د سرخکان پارک لومړي فاز استنادي دېوال او احاطې چارې ۲۹ سلنه بشپړې کړې دي.
یاد استنادي دېوالونه ۲۶۰۰ متره او د احاطې دېوال ۵۲۰۰ مټره اوږدوالی لري چې په ۹۹ مېلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختیایي بودجې رغول کېږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ملي او ټولګټو پروژو په لاره کې د شته ننګونو له منځه وړلو ته ژمن دی، څو له لارې یې د ښار او کلیو وګړیو ته د ټولنیز ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.