په لغمان کې د تفریحي او ورزشي دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغنیزې چارې ۲۵ سلنه بشپړې کړي او همداراز د قرغه یې ولسوالۍ د سرخکان پارک د احاطې او استنادي دیوال چارې یې چټکې کړې دي.
د ویلو ده چې د کرکټ لوبغالی په ۶۰۰ زره متر مربع ځمکه باندې او د سرخکان پارک د احاطې او استنادي دیوال چې ۷۸۰۰ متره اوږدوالی لري په ټولیز ډول د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ټولګټو پروژو په تطبیق سره د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابروي.
###