په لغمان ولایت کې د کریم کانال له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۵۸
لغمان

۱۴۴۶/۶/۹

دلغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د اوبو د یو ستر کانال له ودانیزو چارو څخه د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د ګډ هئیت په شتون کې څارنه تر سره کړه.

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د کریم کانال چارې و څارل شوې.

ښاغلي مولوي تیلوي وویل، د دې کانال د لومړۍ برخې د سربند په برخه کې د سیخ بندۍ او په بله برخه کې د بولډر وال کارونو څخه څارنه تر سره شوه.

همداراز د دې کانال د دویمې برخې د دوه برخو د کمپکشن له کارونو څخه هم څارنه تر سره شوه او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې کارونه په ښه کیفیت سره په ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې په ټاکلي وخت تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت