په لغمان ولايت کې له ۴۰۰ جريبو زیاته دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت حکومتي متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په دوام په لغمان ولايت کې ۴۲۸ جريبه دولتي ځمکه ولېږدوله.
دا ځمکه د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار په شاوخوا کې د لوړو زدهکړو وزارت په غوښتنه د نوي پوهنتون د جوړېدو په موخه انتقال شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو په لېږد سره غواړي د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې د انکشافي پروژو د تطبيق لړۍ ته چټکتيا او سيمهييزې ښې حکومتولۍ ته پراختيا ورکړي.