په فراه کې د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۶
فراه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د فراه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د اعمار چارو څخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه څارنه ترسره شوه، یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه چې د پروژې بهیر د منظور شوو نقشو، تخنیکي معیارونو او ټاکل شوو اصولو سره سم پر مخ ولاړ شي.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانیزو چارو بهیر په منظم ډول روان دی او ساختماني فعالیتونه د ټاکلي پلان مطابق پرمخ ځي. مسؤلو چارواکو له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د پروژې د تطبیق پر مهال کیفیت، خوندیتوب او تخنیکي معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د اعمار پروژه د فراه ولایت د تعلیمي بنسټ د ساتنې او اداري نظم د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي، چې له بشپړېدو سره به د یادې مؤسسې فزیکي خوندیتوب او تعلیمي چاپېریال لا ښه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت